CRI Online

کيم جونګ اون بېرته پيونګ يانګ ته ستون شو

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 09:18:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي نيوز اژانس د مارچ په پنځمه نېټه خبر ور کړ چې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت مشر کيم جونګ اون له ويتنام څخه ليدنه پای ته ورسوله او تر هغه وروسته د همدې ورځې په سهار وختي بېرته پيونګ يانګ ته ستون شو.

د خبر له مخې د همدې ورځې د سهار وختي په دريو بجو د نوموړي سپرلۍ اورګاډی د پيونګ يانګ د اورګاډي سټېشن ته ورسيد او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د مرکزي سياسي بيورو د دايمي غړو کيم يونګ نام، چوي رونګ های او پاک پونګ جو په شمول د دې هېواد ګوندي، سياسي او پوځي چارواکو،په دې هېواد کې د ويتنام د سفارت ديپلوماتانو او ځينو عامه وګړو د نوموړي مشر د بېرته راتګ لپاره د هر کلي مراسم تر سره کړل.

له دې نه مخکې ياد اژانس خبر ور کړ چې کيم جونګ اون د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه په ځانګړي اورګاډي کې له پيونګ يانګ څخه ويتنام ته وخوځيد او د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه ويتنام ته ورسيد.هغه د فبرورۍ له ۲۷مې نيټې څخه تر ۲۸مې نيټې پورې په هانوي کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دوهم ملاقات وکړ او تر هغه وروسته يې د مارچ له لومړۍ نيټې څخه تر دوهمې نيټې پورې له ويتنام څخه رسمي ليدنه وکړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای