CRI Online

د فلسطين ازادۍ بخښوونکي سازمان د امريکا د هغه عمل غندنه وکړه چې په بيت المقدس کې خپل عمومي قونسلګرۍ په اسرائيلو کې د امريکا په لوی سفارت کې مدغم کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 09:47:45

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د فلسطين ازادۍ بخښوونکي سازمان اجرائيوي کميټې د مارچ په ۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا د هغه عمل غندنه وکړه چې په بيت المقدس کې خپل هغه عمومي قونسلګري چې امريکا په کې د فلسطين په اړه چارې تر سره کوي، په اسرائيلو کې د امريکا په لوی سفارت کې مدغم کړې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د امريکا دغه کړنه له اړوندو نړيوالو پريکړه ليکونو څخه سرغړونه ده او د اسرائيلو لخوا پر فلسطين د تېري ملاتړ کوي، د هېواد د جوړېدو لپاره يې د فلسطينيانو هلو ځلو بهير خراب کړی او د فلسطينيانو حقونو ته يې يو بل ضربه ورکړې، دغه راز له دې څخه څرګنديږي چې امريکا په خپله د فلسطين او اسرائيلو د سوله ايز بهير د همغږۍ دنده نه شي تر سره کولی. په اعلاميه کې پر دې ټينګار شوی چې بايد د م م د امنيت شورا په چوکاټ کې د فلسطين او اسرائيلو د سولې د هڅونې لپاره نوی ميکانيزم جوړ شي، فلسطين د دواړو هېوادونو د مسئلې حلولو لپاره د امريکا لخوا وړاندې شوې نوې لايحه نه مني.

امريکا د روانې مياشتې په ۴مه نېټه په رسمي توګه په بيت المقدس کې خپله عمومي قونسلګري په اسرائيلو کې د امريکا په لوی سفارت کې د شاملېدو اعلان وکړ. د فلسطين په نظر دا د امريکا يوه سياسي نښه ده چې پر ختيځ بيت المقدس او د اردن سيند پر لويديځې غاړې د اسرائيلو کنترول مني.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای