CRI Online

د چين حکومت به په روان کال کې د مصرف د زياتوالي لپاره هڅه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 10:36:09

د چين حکومت نن ورځ د چين د ملي ولسي کانګرس دوهمې کلنۍ غونډې ته د يو کاري راپور په وړاندې کولو سره وويل چې په روان کال کې به د چين په ښارونو او علاقه داريو کې د اوسېدونکو د عايداتو د زياتوالي او د مصرفي توان د پياوړتيا لپاره تدبيرونه ونيسي او د مصرفي اړتياوو له نويو بدلونونو سره سم به په ډېرو لارو چارو د غوره توليداتو او خدمتونو د برابرولو او د ملکي پانګونو پر وړاندې د خنډونو د لېري کولو لپاره هڅه وکړي.د دې راپور له مخې د چين هغه نفوس چې عمر يې له شپېتو کلونو څخه زيات دی، ۲۵۰ مليونو ته رسيدلی دی.د چين حکومت به د زړو کسانو د پالنې په تېره بيا د استوګنې په سيمو کې د دغو کسانو د پالنې چارو د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي او په عين وخت کې به د سيلانۍ چارو ته پرمختګ ور کړي او په دوامداره توګه به د نوې انرژۍ په وسيله د موټرو د اخيستلو لپاره امتيازي تګلاره غوره کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای