CRI Online

چين به د نويو صنعتي چارو د چټکې پرمختيا هڅونه وکړي او په نوښتونو کې به نړيواله همکارۍ پراخه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 10:41:29

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه وويل: چين به په روان کال کې د نويو صنعتي چارو د چټکې پرمختيا هڅونه وکړي، په تصديو کې د تخنيکونو د اصلاح کېدو او د سامان الاتو د نوښت ملاتړ به وکړي، له نړيوالې پرمختللې سويې سره د خپلو معيارونو د نښلولو لپاره به کوښښ وکړي، د نويو معلوماتي او تخنيکونو، پرمختللي سامان الاتو، بيالوجيکي درملو، د نويو انرژيو په وسيله د موټرو او د نويو موادو په شمول نوې توليدي چارو ته به پرمختګونه وروکړي او ډجټلي اقتصاد به پراخ کړي. دغه راز چين به د نوښتونو په چارو کې نړيواله همکارۍ پراخه کړي او په نورو هېوادونو کې له زده کړې وروسته بير ته وطن ته د ستنېدوونکو کسانو او د بهرنيو استعداد لرونکو کسانو لپاره به خدمتونه غوره کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای