CRI Online

چين به په سږ کال کې د سوداګريز چاپيريال د ښه والي لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 10:43:36

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه د چيني حکومت په کاري راپور کې وويل، چې چين به په سږ کال کې د واحد، ورخلاص او منظم عصري بازاري سيستم د جوړولو او د قانوني، نړيوال او مساعد سوداګريز چاپيريال د ساتلو لپاره هڅې وکړي. نو له دې امله به چيني حکومت بازار ته د ننوتلو په اړه د منفي لېست کم کړي، له هغو چارو او پروژو څخه به ملاتړ وکړي چې د قوانينو او مقرراتو سره سم محدوديت پکې نه شته، تر خپلې وسې پورې به د منابعو د مستقيم وېش کړنې کمې کړي او د سنجش او څارنې مرحلې به ساده کړي، تر څو په عادلانه توګه د برابرې سيالۍ څارنه وشي او د هغو کړنو او عملونو مخه به ونيول شي چې د بازار په وحدت او برابرې سيالۍ کې خنډونه اچوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای