CRI Online

د چين او امريکا کاري ډلو لاهم د اقتصاد او سوداګرۍ په باب سلا مشورو ته ادامه ور کړی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 15:34:53

د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان د مارچ په پنځمه نېټه د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې تر پرانيستونکو مراسمو وروسته وويل چې بايد د چين او امريکا ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو مشورو کې د متقابل درناوي او د ګډو ګټو پربنسټ د مساوات پر اصولو ټينګار وشي.اوس د دواړو هېوادونو کاري ډلو په دې برخه کې مشورو ته ادامه ور کړی، خو د تړون لاسليکول په يو لوري کې د دواړو خواوو هڅو ته اړتيا لري.نوموړي وويل چې دوه اړخيزې مشورې اغيزمنې دي او مهمې پړاوييزې لاسته راوړنې يې درلودلې او په ځينو برخو کې يې پرمختګونه هم موندلي دي.دواړو خواوو د مشورو له حالت سره سم پر دې موافقه وکړه چې د مشورو ضرب الاجل اوږد کړي او په دې موده کې به د ګمرکي مالياتو انډول لوړ نه کړي. په دغو مشورو کې تر لاسه شوې موافقې اسانه کار نه دی ،نو مونږ بايد د مشورو نتيجې ته ارزښت ور کړو. رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې همکارۍ د چين او امريکا ترمنځ تر ټولو ښه غوراوی دی. اوس د دواړو خواوو کاري ډلو لاهم مشورو ته دوام ور کړی، ځکه چې ډېر کارونه به تر سره کړو، نو په يو لوري کې د دواړو خواوو ګډو هڅو ته اړتيا لرو.که اړوند تړون لاسليک شي، نو دا به د دواړو هېوادونو حتی د نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټوره وي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای