د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير د مارچ په څلورمه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه رياض کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو په دغو خبرو اترو کې موافقې ته ورسېدې چې د سوريې مسئله بايد له سياسي لارې چارې حل شي.
د عربي ټلويزيون د خبر له مخې، وزير سيرګي لاوروف په همدې ورځ سعودي ته ورسېد.
وزير جبير له خبرو اترو وروسته له لاوروف سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، د سوريې مسئلې په اړه د سعودي دريځ نه دی بدل شوی. سعودي تل د دغې مسئلې د سياسي حل لپاره هڅې کوي او سياسي جريان بايد پرمختګ ومومي. په سوريه کې به له سياسي لارې چارې د سولې او ثبات له رامنځته کېدو وروسته د هېواد د بيارغونې بهير شروع شي.
وزير لاوروف د سوريې له حکومت او حکومت ضد ډلو څخه د هراړخيز اوربند غوښتنه وکړه. نوموړي وويل، چې روسيه د اساسي قانوني کمېټې د جوړولو په برخه کې د سوريې له مختلفو خواوو سره په مرستو بوخته ده. يوازې د سوريې خلک به د خپل هېواد د سياسي نظام ډول وټاکي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |