CRI Online

په يوه ثانيه کې زر قلمه بهرني توليدات ګمرک کيږي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 15:41:22

د چين د ګمرکاتو د عمومي ادارې مشر ني يو فنګ د مارچ په پنځمه نېټه وويل چې نړيوالې الکترونيکې سوداګرۍ په دې وروستيو کلونو کې چټک پرمختګ موندلی دی.د تېر کال د نومبر په يوولسمه نېټه څه باندې ۲۷ مليونه قلمه بهرني توليدات ګمرک کېدو ته اړتيا درلوده او په يوه ثانيه کې زر قلمه بهرني توليدات ګمرک کېدل.اوس د چين د ګمرکاتو ادارې تر نورو هېوادونو نه مخکې د مصنوعي ځيرکتيا د تخنيکونو په وسيله د بهرنيو توليداتو د ګړندي ګمرک کېدو لپاره هڅه کړې چې تېر کال په چين کې د مالونو د ګمرک کېدو وخت د پخوا په پرتله نيمه برخه کمه شوې ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای