CRI Online

د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسي: چمتو يوو چې هر وخت د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د ذروي تاسيساتو پلټنه او څارنه وکړو

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 15:53:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ عمومي مدير يوکيا امانو د مارچ په ۴مه نېټه په ويانا کې د دغې اېجنسۍ شورا په يوه ناسته کې وويل، چې دغه اېجنسي به په مداومه توګه د خلاصو معلوماتو او د سپوږمکۍ له خوا د اخيستل شويو انځورونو په وسيله د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د ذروي عملونو څارنه او پلټنه وکړي. دغې اېجنسۍ چمتوالی نيولی چې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د سياسي تړون له لاسليکېدو وروسته د دغه هېواد د ذروي تاسيساتو پلټنه او څارنه وکړي.

نوموړي يو ځل بيا له ډيموکراتيکې کوريا څخه غوښتنه وکړه چې د امنيت شورا او د دغې اېجنسۍ د شورا لخوا ټاکل شوي مسؤليتونه پر غاړه واخلي او سمدلاسه له دغې اېجنسۍ سره همکاري وکړي، تر څو اړوند مسئله حل شي.

نوموړي د ايران د ذروي مسئلې د يادونې په وخت کې وويل، چې ايران د دغه هېواد د ذروي تړون له مخې د خپلو ژمنو د تر سره کېدو په حال کې دی. دغه اېجنسي به په مداومه توګه د ايران د ذروي تاسيساتو څارنه وکړي او په مناسب وخت کې به د ضمانت په اوسني چوکاټ کې عادلانه، خپلواک او مساعد عملونه تر سره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای