CRI Online

ولاديمير پوټين حکم وکړ چې روسيه به د لنډمهال لپاره د منځني واټن ويشتونکو توغنديو له تړون څخه ووځي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 15:53:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د مارچ په ۴ مه نېټه حکم وکړ چې روسيه به د لنډمهال لپاره د منځني واټن ويشتونکو توغنديو له تړون څخه ووځي. دا حکم په همدې ورځ نافذ ګرځي.

د روسيې د کريملين ماڼۍ ويبپاڼې له مخې، روسيه به له دغه تړون څخه د امريکا د سرغړونې د حلولو لپاره بېړني تدبېرونه ونيسي او پوټين اړوند حکم کړی دی.

سر بېره پر دې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت به د پوټين له حکم سره سم امريکا ته اړوند خبر ورکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای