CRI Online

تبصره: د چين حکومت د اقتصاد او ټولنې د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ د پياوړتيا ژمنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 16:39:00

د چين حکومت د مارچ په پنځمه نېټه د چين ملي ولسي کانګرس په کلنۍ غونډه کې خپل کاري راپور وړاندې کړ. د چين حکومت په دغه راپور کې د سږ کال لپاره د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ عمده موخې ټاکلي، مثلاً، د کورنيو توليداتو د عمومي حجم د زياتوالي انډول به له ٪۶ څخه تر ٪۶.۵ پورې وي، په ښارونو او علاقه داريو کې به څه باندې ۱۱ مليونه کاري فرصتونه زيات شي، د اوسيدونکو د مصرفي بيو د زياتوالي انډول به کابو ٪۳ ته ورسېږي، په کليوالو سيمو کې به څه باندې ۱۰مليونه کسان له بې وزلۍ څخه ووځي او د کورنيو توليداتو د هر واحد لپاره به د انرژۍ د کارولو انډول ٪۳ کم شي.

اوسمهال د نړيوال اقتصاد د زياتوالي سرعت د ورو کېدو په حال کې دی، د چين پر مخ بهرني ګواښونه زيات دي او په کور دننه هم د اقتصاد د نرمېدو فشارونه زيات دي، نو د چين حکومت مساعدې موخې ټاکلې دي. دغه موخې له پرمختيايي رښتيا سره سمون خوري او په ثابت چاپيريال کې د اقتصاد د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ د پياوړتيا لپاره ګټورې دي.

د GDP اندازه او د اقتصاد لنډ مهالي ونډه د اقتصاد ښه کيفيت لرونکي پرمختګ د ارزونې معيار نه دی. د اقتصاد ښه کيفيت لرونکی پرمختګ بايد د اقتصاد د پټ ځواک، طاقت او د سيالۍ قوت د پياوړتيا پر بنسټ وموندل شي. د اقتصاد په اړه د چين سږنۍ موخه د تېر کال په پرتله ټيټه ده او عمده لامل يې دا دی چې د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير د ځنډولو او د سوداګريز اصطکاک د سختوالي له امله به نړيوال اقتصاد د اوږدې مودې لپاره د نرمېدو په حال کې وي، نو څو نړيوالو ارګانونو د نړيوال اقتصاد د زياتوالي په اړه سږنۍ موخې ټيټې کړې دي. د نوبل د اقتصادي جايزې اخيستونکي پاول قروګمان خبرداری ورکړی چې نړيوال اقتصاد ښايي د سږ کال په پای کې او د راتلونکي کال په سر کې د نرمېدو په حال کې شي. په دې مناسبت به چين سږ کال له لا پيچلي بهرني چاپيريال سره مخامخ شي او د چين پرمخ ګواښونه او ننګونې هم زياتې شي. نو د اقتصادي زياتوالي د موخې ټيټوالی به له ستونزو څخه د چين د وتلو او د چين د اقتصاد د سالم پرمختګ د ساتلو په برخو کې مهم رول ولوبوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای