CRI Online

شي جين پينګ د داخلي مغولستان له پلاوي څخه وغوښتل چې بايد د دغې کورواکې سيمې د ايکلوژيکي تمدن پر پرمختيايي ستراتېژۍ ټينګار وکړي او ښکلې منظرې يې دې ښې وساتي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-06 09:37:30

د سينهوااژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د يادې کمېټې د نظامي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د مارچ د پنځمې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې پر مهال د داخلي مغولستان له پلاوي سره د بحث په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې بايد د دغې کورواکې سيمې د ايکلوژيکي تمدن پر پرمختيايي ستراتېژۍ ټينګار وکړي، د ايکلوژيکي او شنه پرمختګ پر بنسټ دې د لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ نوې لاره ولټوي، د ايکلوژيکي سيستم ساتنه دې پياوړې کړي،د چاپيريال د ککړتيا مخه دې ونيسي او د دغې سيمې ښکلې منظرې دې ښې وساتي.

په دغه بحث کې د داخلي منغولستان اتو استازو په جلاجلا توګه د مامورينو د لارښوونکي رول، د ايکلوژيکي چاپيريال د ساتلو، خصوصي اقتصادي پرمختګ، د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د سرچينو د کارولو موثريت، د سختو ناروغيو په اړه د بيمو ميکانيزم د بشپړولو او د انرژۍ د معاصر اقتصادي پرمختګ په هکله ويناوې وکړې. شي جين پينګ د دغو ويناوو په څنډه کې له بېلابېلو استازو سره د نظرونو تبادله وکړه او په اخر کې يې وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې د حکومت له کاري رپوټ څخه په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه مفکوره او د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس معنويات څرګند شوي او د سږکال لپاره د هېواد د بېلابېلو چارو په اړه د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سپارښتنې او غوښتنې پکې وړاندې شوې.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای