CRI Online

په پاکستان کې له ناقانونه وسله والو سره په مبارزه کې ۴۴ تنه ونيول شول

cri     (GMT+08:00) 2019-03-06 11:09:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د کورنيو او دولتي چارو وزير افريدي د فبرورۍ په ۵مه نېټه وويل، په پاکستان کې له ناقانونه وسله والو سره په مبارزه کې ۴۴ تنه ونيول شول.

افريدي په همدې ورځ په مطبوعاتي غونډه کې وويل، نوی دور عمليات چې د مارچ په ۴ مه نېټه پېل شول، د ۲ اوونيو لپاره به دوام ولري. د م م تر بنديزونو لاندې ناقانونه وسله وال سازمانونه د دې عملياتو مهمه موخه ده. هغه وويل، د پاکستان حکومت په پخپله د دې عملياتو د تر سره کولو پرېکړه وکړه ، نه د بهرنيو فشارونو له امله.

نوموړي وويل، له ترهګرو او افراطي وسله والو سره د مبارزې لپاره د پاکستان پاليسي څرګنده ده. د پاکستان په خاورو کې ناقانونه عملياتو ته اجازه نه شته. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای