CRI Online

لي جانګ شو د جيانګ شي ولايت له پلاوي څخه وغوښتل چې بايد د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د مفکورې په رڼا کې اقتصادي او ټولنيزې پرمختيايي چارې ترسره کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-06 11:12:56

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېسيون غړي او د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر لي جان شو د مارچ د ۵ مې نېټې په ماسپښين د جيانګ شي ولايت د پلاوي له غړو سره په ګډه د حکومت کاري رپوټ وڅېړه.

لي جان شو په خپلو خبرو کې وويل، چې تېر کال د چين د بېلابېلو قومونو خلکو د شي جين پينګ په محوريت د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تر لارښوونې لاندې ډېر کوښښونه کړي، ډېرې ستونزې يې لرې کړې، د دغه ګوند د نولسم ملي کانګرس معنويات يې ښه پلي کړي او په بشپړه توګه د نسبتا شتمنې ټولنې د جوړولو په برخه کې يې نوي او مهم پرمختګونه کړي دي. د حکومت په کاري رپوټ کې چې د صدراعظم لي که چيانګ له لوري وړاندې شوی، په اقتصادي چارو کې د کمونېست ګوند پر مشرۍ ټينګار شوی، نوموړي وويل، دغه رپوت ډېر ښه دی او بنرونه پکې پورته شوي، پر اصلاح او نوښت يې ټينګار کړی او خلک يې دې ته هڅولي چې په يومټيتوب سره د ملي پرمختګ لپاره کوښښونه وکړي. همدارنګه نوموړي له دغه رپوټ سره خپل توافق وښود.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای