CRI Online

په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ د پاکستان د ايالتونو خپلمنځي اړيکو له وزيرې ډاکټر فهميد ميرزا سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-06 16:17:58

په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ د مارچ په پنځمه نېټه د پاکستان د ايالتونو خپلمنځي اړيکو له وزيرې ډاکټر فهميد ميرزا سره وکتل.

ياو جينګ په خپلو خبرو کې وويل،چې چين له پاکستان سره د ټولو فصولو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته ډېره پاملرنه کوي. د پاکستان صدراعظم عمران خان د تېر کال په ډسمبر کې په برياليتوب سره له چين څخه لېدنه وکړه، د دغې لېدنې په موده کې دواړو خواوو ګډه اعلاميه خپره کړه او ۲۰۱۹ کال يې د دواړو هېوادونو د دوستانه ښارونو د کال په توګه وټاکه. چين به له دغه فرصت څخه په استفادې سره د دواړو هېوادونو د ښارونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د جوړولو لپاره هڅه وکړي او ځايي همکاريو ته به پرمختګ ورکړي.

ميرزا په خپلو خبرو کې وويل، له چين سره د دوستانه اړيکو جوړول د پاکستان د ټول هېواد ګډ نظر دی، پاکستان هيله لري چې د دواړو هېوادونو د دوستانه ښارونو د کال د اړوندو فعاليتونو د جوړولو له لارې د دوستانه ښارونو ترمنځ اړيکې پياوړې کړي ، د چين پرمختيايي تجربې زده کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې نورې هم پراخې کړي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای