CRI Online

پاکستان وايي چې يو هندي اوبتل يې وشاړه، خو هند د پاکستان دغه خبر رد کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-06 16:20:41

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ د مارچ په ۵ مه نېټه وويل، چې سمندري پوځي بېړيو يې د روانې مياشتې د څلورمې نېټې په شپه يو هندي اوبتل چې غوښتل يې پاکستان سمندري حريم ته داخل شي، وشاړه. خو هندي خوا د پاکستان دغه خبر رد کړ.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دغه هندي اوبتل هڅه کوله چې د پاکستان له جنوبي سمندري سيمو څخه د دغه هېواد سمندري حريم ته داخل شي چې ځای يې د پاکستان د سمندري څارګرو سرتېرو له لوري پيدا شوی او بيا د هند سمندري حريم ته بېرته وشړل شو. د پاکستان د سمندري پوځ وياند په يوه بله اعلاميه کې وويل، چې دوی به خپل سمندري حريم وساتي او هر تېرې کوونکي قوت ته د ځواب ورکولو وړتيا هم لري.

وروسته د هند سمندري پوځ هم يوه اعلاميه خپره کړه او او پکې يې پاکستان وغانده چې ناسم خبر يې خپور کړی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای