CRI Online

چين به په ډېرو برخو کې د ورپرانيستې په موخه تدبيرونه غوره کړي او بهرنيو پانګوالو ته به لاښه سوداګريز چاپيريال برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-06 16:23:48

د چين د ملي پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مرستيال نينګ جي جه د مارچ په ۶مه نېټه په بېجينګ کې وويل،چې چين به په سږکال کې پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار وکړي، ورپرانيستې اقتصادي ودې ته به دوامدار پرمختګ ورکړي او بهرنيو پانګوالو ته به لاښه سوداګريز چاپيريال برابر کړي.

يادې خبرې نينګ جي جه په همدې ورځ د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې په خبري ناسته کې يادې خبرې وکړې. نوموړي وويل، چين به په سږکال کې د کرنې، د کانونو د استخراج، د توليداتو د جوړولو او خدمتي چارو په برخو کې د ورپرانيستې د پياوړتيا په موخه تدبيرونه غوره کړي. چين تېر کال خپل بازار ته د بهرنيو پانګوالو د ننوتلو شرايط کم کړل او په سږکال کې به د بهرنيو پانګوالو لپاره د پانګې اچونې لاسرسي منفي لېست نور هم کم کړي، دغه راز د بهرنيو پانګوالو لپاره به د صنايعو ليست هم خپور کړي او پانګونه به وهڅوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای