د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نړيوال چاپيريال څلورمه غونډه به د روانې مياشتې په نيمايي کې د کينيا په پلازمېنه نايروبي کې پرانيستل شي. د م م د چاپيريال پروګرام سرپرستې اجرائيوي رئيسې د مارچ په ۵ مه نېټه له سي ار ای سره د مرکې پر مهال وويل،چې د چين ايکلوژيکي تمدن لوی پرمختګونه کړي، د چين حکومت په کاري رپوټ کې چې د دغه هېواد د صدراعظم لخوا وړاندې شوی، د ايکلوژيکي تمدن د پرمختيايي چارو سپارښتنې شوې دي. زه د دغه راپور په اورېدو ډېره خوشخاله شوم او ليدل کېږي چې د چين حکومت د چاپيريال د ککړتيا د مخنيوي او د تازه کېدونکو انرژيو په شمول د ډېرو چارو د پرمختګ لپاره ډېره هڅه کوي. چين يو لوی هېواد دی او ايکلوژيکي تنوع لري، د چين ستر پرمختګونه مو ليدلي او هيله لرو چې راتلونکی بدلونونه به يې له ننني پلان سره يو شان وي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |