CRI Online

د امريکا د د ملي امنيت سلاکار جان بولټن : که ديموکراتيکه کوريا له اټومي وسلو څخه لاس وانه خلي، امريکا به پرې بنديزونه تقويه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-06 16:43:15

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن د مارچ په ۵ مه نېټه وويل، چې که د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت له اټومي وسلو څخه لاس وانه خلي، نو امريکا به نه يوازې پر دغه هېواد بنديزونه لغوه نه کړي، بلکې نور به يې هم تقويه کړي.

نوموړي په همدې ورځ د امريکا د فوکس بيسنيس نيوز تېلويزيون سره د مرکې پر مهال وويل، چې که ديموکراتيکه کوريا د دواړو هېوادونو د مشرانو له دوهم ملاقات وروسته له امريکا سره د خبرو اترو او له کوريا ټاپووزمې څخه د اټومي وسلو د پاکولو په برخو کې صميميت ونه ښيي، نو امريکا به نه يوازې پر دغه هېواد بنديزونه لغوه نه کړي، بلکې نور به يې هم تقويه کړي.

د همدې ورځې په سهار سي اېن اېن په خپله وېبپاڼه کې د امريکا د يوه کارپوه د راپور په قول خبر ورکړ چې ديموکراتيکې کوريا په هانوي کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له کتنې وروسته د سوهای په نوم د سپوږمکيو توغولو په مرکز کې د لرې واټن ويشتونکو توغنديو د توغولو ميدان د بيارغونې چټک کارونه پيل کړل.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای