د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نيپال د المپيک کميټې مشر د مارچ په ۵مه نېټه د دې هېواد په پلازمېنه کتمندو کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د جنوبي اسيا د ۱۳م پړاو لوبې به د ۲۰۱۹ کال د ډيسمبر له لومړۍ نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې تر سره شي.
د نيپال د ځوانانو او سپورټ څانګه د يادو لوبو د چمتوالي مسئوليت پر غاړه لري. د دې څانګې مسئول په ياده غونډه کې وويل چې اوس د سپورټي ډګرونو د جوړونې کارونه په چټکه توګه روان دي. نوموړي بار وښود چې يادې لوبې به پر وخت تر سره شي.
د ۲۰۱۶ کال په فبرورۍ کې د جنوبي اسيا ۱۳م پړاو لوبې په هند کې پای ته ورسېدلې او نيپال د جنوبي اسيا د ۱۳م پړاو لوبو د تر سره کولو اجازه تر لاسه کړه. له هغه وروسته نيپال دوه ځله يادې لوبې ځنډولې دي.
د معلوماتو له مخې، يادې لوبې به د کتمندو او پوخرا په شمول د دې هېواد په څو ښارونو کې تر سره شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |