CRI Online

چين د دې هر کلی کوي چې پاکستان او هند يو بل ته ښه نيتونه څرګندوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-07 10:50:42

د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند لو کانګ د مارچ په ۶مه نېټه د دغه وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين هيله لري چې پاکستان او هند په مداومه توګه يو بل ته ښه نيتونه وړاندې کړي، يو بل ته تګ راتګ وکړي، د ډيالوګ له لارې توپيرونه له منځه يوسي او دوه اړخيزې اړيکې ښې کړي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۵مه نېټه خبر ورکړ چې په هند کې د پاکستان عالي چارواکي به ژر په نوي ډيلي کې خپل کار بيا پيل کړي. د پاکستان او هند پلاوي ښايي د مارچ په ۱۴مه نېټه او ۲۸مه نېټه يو بل ته سفرونه وکړي او دواړه خواوې به په سرحدي سيمه کې د کرتاپور کوريډور په اړه بحث وکړي. پاکستان غواړي په مداومه توګه له هند سره د جنګ د ادارو د مشرانو په کچه تګ راتګ وکړي.

وياند لو کانګ په دې اړه وويل، چين د پاکستان د يادو څرګندونو هر کلی کوي او دا د دې سيمې د حالاتو د ښه والي لپاره ګټورې بولي. پاکستان او هند يو د بل ګاونډي هېوادونه دي. په سوله کې ګډ ژوند د دواړو هېوادونو له اساسي ګټو سره سمون خوري او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګټور دی. چين به په مداومه توګه د دواړو خواوو ترمنځ د ډيالوګ د پياوړتيا لپاره رغنده رول ولوبوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای