د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ښځو د نړيوالې ورځې د رارسېدو پر مهال د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د مارچ په شپږمه نېټه په خپله وينا کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د ښځو د حقونو او کرامت د ضمانت لپاره لازياتې هڅې وکړي تر څو ښځې په نړيوالو چارو کې لازيات لارښوونکی رول ولوبوي.
ګوتريس وويل چې د علومو او تخنيکونو،انجينرۍ،رياضياتو او ډيزاين په برخو کې د ښځو شمېر ډېر لږ دی ، نو نړيواله ټولنه بايد دغه حالت ته پاملرنه وکړي.ښځې د ښاري پلانونو،ترانسپورټ او عامه خدمتونو په برخو کې د تګلارو جوړولو لپاره لازيات رول لوبوي چې دا به په ټولنيزو فعاليتونو کې د ښځو د ګډون فرصتونو د زياتوالي او د ښځو په مقابل کې د زورزياتي پېښو د کمښت او د ټولو کسانو د ژوند کيفيت د لوړوالي لپاره ګټوره وي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |