د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۶مه نېټه وويل، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو څو ورځې مخکې خبر ورکړ چې امريکا د م م تر لارښوونې لاندې په سياسي لارو چارو د سوري مسئلې له حلولو څخه ملاتړ کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت د وياند مرستيال روبرټ پالادينو په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، وزير پومپيو د روانې مياشتې په ۵مه نېټه په واشنګټن کې د سوري مسئلې په اړه د م م د سرمنشي له ځانګړي سفير ګير پيديرسن سره وکتل او دواړو خواوو د سوري بحران د له منځه وړلو پر لايحې بحث وکړ.
وزير پومپيو وويل، امريکا په مداومه توګه له دې څخه ملاتړ کوي چې د امنيت شورا د ۲۲۵۴م پريکړه ليک له مخې به د م م تر لارښوونې لاندې د سياسي جريان په چوکاټ کې سوري مسئله حل شي. په ياد سياسي جريان کې د سوريې د اساسي قانون د اصلاحاتو او د ازادو او عادلانه ټولټاکنو لپاره د چمتوالي په ګډون ځېني تدبيرونه شامل دي. د امريکا حکومت د دغه جريان د پياوړتيا لپاره د م م له کوښښونو څخه ملاتړ کوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |