CRI Online

د ښځو د نړيوالې ورځې د لمانځنې او د غوره ښځو او ښځينه سازمانونو ستاينغونډه په بېجينګ کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-07 10:54:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د ښځو دولتي ټولنې د مارچ په شپږمه نېټه په بېجينګ کې د ښځو د نړيوالې ورځې د لمانځنې او د غوره ښځو او ښځينه سازمانونو ستاينغونډه تر سره کړه.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړې او د دولتي شورا د ښځو او ماشومانو کارونو د کميټې مشرې سون چون لان په دې غونډه کې وينا وکړه. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيال او د چين د ښځو د ټولنې رئيسې شن يو يو د يادې غونډې مشري وکړه.

سون چون لان د يادې ورځې د لمانځنې په مناسبت د بېلا بېلو قومونو او ټولنو ښځو ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې او ستايل شويو غوره ښځينه سازمانونو او شخصيتونو ته يې مبارکي وويله. هغې په خپلو خبرو کې په اشارې سره وويل چې د رئيس شي جين پينګ په مرکزيت د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټه د ښځو چارو او کارونو ته ارزښت ور کوي او ښځو ته ډېره پاملرنه کوي. نو هيله لرم چې په ټينګې ارادې سره په خپلو چارو کې ښې نمرې تر لاسه کړي او د نوي چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې لپاره خپلې هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای