CRI Online

د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير کونګ شيون يو له پاکستان څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-07 10:59:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير کونګ شيون يو د مارچ په شپږمه نېټه له پاکستان څخه ليدنه وکړه او د دې ليدنې په موده کې يې په جلا جلا توګه د دې هېواد له صدراعظم عمران خان،د ځمکني پوخ له لوی درستيز قمر جاويد باجوه او د بهرنيو چارو له وزير مخدوم شاه محمود حسين قريشي سره وکتل. د دې ترڅنګ هغه هم د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت له سکريترې تمعمينه جنجوۍ سره هم خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو په عمده توګه د پاکستان او هند ترمنځ د اوسني وضعيت او اړوندو مسئلو په باب د نظريو تبادله وکړه.

مرستيال وزير کونګ شيون يو وويل چې چين او پاکستان د هر اړخيزې همکارۍ همکاران دي او د کليدي ګټو په تړاو برخه کې يو له بل څخه ټينګ ملاتړ کوي. چين د پاکستان او هند ترمنځ اوسني حالت ته ډېره پاملرنه کوي او د پاکستان هغه کړنه ستايي چې تل يې زغم ساتلی او له هند سره يې د ډيالوګ له لارې د ترينګلتيا د کمښت لپاره هڅې کړې او کوي يې. د چين په اند بايد د بېلا بېلو هېوادونو حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته درناوی وشي او داسې کړنې نه غواړي چې د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سرغړونه وي.چين له پاکستان او هند څخه غوښتنه وکړه چې د اوسني حالت د ترينګلتيا د مخنيوي لپاره هلې ځلې وکړي او ژر تر ژره دې ډيالوګ وکړي تر څو سيمه ييزه سوله او ثبات وساتل شي. چين غواړي چې په دوامداره توګه په دې برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای