CRI Online

تېر کال په چين کې د چاپ حق په تړاو د ثبت شويو اثارو او سافټويرونو عمومي شمېر له درې مليونو څخه زيات و

cri     (GMT+08:00) 2019-03-07 14:25:29

د چين د چاپ حق دولتي ادارې په دې وروستيو ورځو کې خبر ور کړ چې تېر کال په چين کې د چاپ حق په تړاو د ثبت شويو اثارو عمومي شمېر له دريو مليونو څخه اوښتې چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۵ اعشاريه ۸۳ زيات شوی دی.

تېر کال د ثبت شويو اثارو شمېر دوه مليونه درې لکه او پنځوس زرو ته رسيدلی چې دغه شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۷ اعشاريه ۸۴ زيات شوی دی. په دې جمله کې زياتره يې له انځورونو او عکسونو سره تړاو لري. دغه راز د ثبت شويو کمپيوټري سافټويرونو شمېر له يو مليون او سل زروڅخه اوښتی چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۴۸ اعشاريه ۲۲ زيات شوی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای