CRI Online

په تېرو شپږو کلونو کې په چين کې د بې وزليو کسانو شمېر کابو ۸۰ مليونه کم شوی او په چين کې د بې وزلۍ له منځه وړل يوه اوږد مهالي دنده ده

cri     (GMT+08:00) 2019-03-07 15:52:10

د بې وزلۍ د له منځه وړلو په اړه د چين د دولتي شورا د انکشاف او لارښوونې ګروپ د دفتر مشر ليو يونګ فو د مارچ په ۷مه نېټه په بېجينګ کې وويل، په چين کې له بې وزليو وګړيو سره د دقيقو مرستندويه تدبيرونو د پلي کېدو له شپږو کلونو راپدېخوا، د بې وزليو وګړيو شمېر له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې له ۹۸مليونه او ۹۹۰زرو کسانو څخه تر ۱۶مليونه او ۶۰۰ زرو کسانو پورې ټيټ شوی او د بې وزليو کسانو د کمښت شمېر له ۸۰ مليونو څخه اوښتی دی. په ۲۰۱۹م کال کې به د بې وزليو کسانو شمېر ۱۰ مليونه نور هم کم شي.

ښاغلي ليو يونګ فو په همدې ورځ د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې عمومي غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل، چين له زرګونو کلونو راهيسې د مطلقې بې وزلۍ د له منځه وړلو په هکله له پاتې شويو مسئلو سره ټينګه مقابله کوي. د مطلقې بې وزلۍ له له منځه وړلو وروسته به په اوږده موده کې نسبي بې وزلۍ شتون ولري. نوموړي وويل، چين لا هم په نړۍ کې ډېر لوی پرمختيايي هېواد دی او دا د چين د اقتصادي او اجتماعي پرمختګ يوه بنسټيزه بڼه ده، نو د بې وزلۍ له منځه وړل په چين کې يوه دايمي دنده ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای