CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي جانګ شينګ ينګ: د يو کمربند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو ترمنځ علمي او چاپيريال ساتونکې همکارۍ به نړيوالې ټولنې ته ګټې ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-07 15:52:18

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي جانګ شينګ ينګ د مارچ په پنځمه نېټه له خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې سږکال د يادې کمېټې ته وړاندې شوې لايحه پر هغو موضوعاتو پورې اړه لري چې چيني ساينس پوهان څرنګه د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونوله ساينس پوهانو سره خپلمنځي همکارۍ لانږدې کړي او څرنګه د هوا پېژندونکو سپوږمکيو د پرمختللو تخنيکونو په کارولو سره نړيوالې ټولنې ته ګټې ورسوي؟

همدارنګه نوموړي خبريالانو ته د روان کال او د راتلونکې يوې مودې لپاره خپل کاري پلان معرفي کړ. ده وويل:

((موږ به په انټرنيټ کې د يو کمربند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د هوا پېژندونکو سپوږمکيو د کارولو په اړه يوه ويډيويي غونډه ژر پيل کړو او د غونډې پر مهال به نورو خواوو ته اړوند سندونه او وسايل وليږو او ورته به مالومات او د وسايلو د کارولو لارې چارې ورزده کړو. د روان کال په پيل کې ښايي يوه بله غونډه هم جوړه کړو، هيله لرو چې د بېلابېلو هېوادونو تخنيکګر په دغه غونډه کې راسره د نظرونو تبادله وکړي.))

تېر کال چين لومړنۍ د ککړو ګازونو څارګره سپوږمکۍ وتوغوله. د ښاغلي جانګ په اند د سپوږمکيو کنترولونکی سيستم د پخوانيو څارګرو مرکزونو ډېرې نيمګرتياوې لرې کړې او نه يوازې په هوا کې د ککړو توکو د لېږدولو اندازه مالومولی شي،بلکې په ښه کيفيت سره د خاورو وضعيت هم څارلی شي. د نړۍ وګړي د پرمختللو علمي تخنيکونو په مرستې چاپيريال ښه پېژندلای شي او حکومت د چاپيريال د ساتلو په موخه ښه تدبيرونه ټاکلی شي، دغه راز دغه تخنيکونه خلکو ته د عامو خدمتونو د برابرولو، د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا او د هوا پېژندونکو خدمتونو لپاره هم ډېر ګټور دي. ښاغلي جانګ وويل:

((تېر کال د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په چينګداو ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه، د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ په فورم او په بېجينګ کې د چين او افريقا د همکارۍ فورم په سرمشريزه غونډه کې نړيوالې ټولنې ته اعلان وکړ چې چين به له خپلو هوا پېژوندونکو سپوږمکيو څخه په استفادې سره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته خدمتونه برابر کړي.))

ښاغلي جانګ وويل،چې د نږدې نيمه يي پېړۍ له پرمختګ وروسته نن د چين د هوا پېژندونکو سپوږمکېو څارګره وړتيا د نړۍ له مخکښې سويې سره برابره ده او د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو ته د هوا وړاندوينې، د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، د چاپيريال د څارنې او د تخصصې روزنې په ګډون ډېرو برخو کې خدمتونه برابرولی شي. ښاغلي جانګ پدې اړه وويل:

(( له تېر کال راهيسې فليپين او ويتنام په جلاجلا توګه د سختو توفانونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د مرستو غوښتنليکونه راليږلي دي او دوی ته مو يولړ خدمتونه برابر کړي دي.))

ښاغلي جانګ زياته کړه چې چين نورو هېوادونو ته د هوا پېژندونکو خدمتونو د برابرولو په موخه يو ځانګړی ميکانيزم جوړ کړی چې له مخې به يې له خپلو سپوږمکيو څخه په استفادې سره هغو هېوادونو ته مرستې برابرې کړي چې د توفانونو، بارانونو، په ځنګلونو کې د اورلګېدنې او د ن

ورو طبيعي پېښو له امله زيانمن شوي.

((بېلابېل هېوادونه په دغه ميکانيزم کې خپله ID جوړولی شي، کله چې په کوم هېواد کې طبيعي پېښه رامنځته شي، موږ به د خپلو سپوږمکيو په وسيله په دغه هېواد کې د مصيبت ځپلو سيمو وضعيت وڅارو او اړوند معلومات به ورته ولېږو او دا به د دغه هېواد د سر او مال د خوندېتوب لپاره ډېر مهم وي.))

ښاغلي جانګ وويل، په چين کې د هوا پېژندونکو سپوږمکيو د تخنيکونو د اصلاحاتو لار لاهم ډېره اوږده او ستونزمنه ده. چيني ساينس پوهان به د حکومت په ملاتړ د يو کمربند او يوې لارې له اړوندو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي او نړيوالې ټولنې ته به زيات خدمتونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای