CRI Online

ايران به له امريکا سره خبرې اترې ونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-07 15:54:59

د ايران ولسمشر حسن روحاني د مارچ په ۶مه نېټه په ټلويزيوني خبرو کې وويل، د امريکا بنديزونو د ايران پر اقتصاد فشار اچولی، خو له دې امله به ايران له امريکا سره خبرې اترې ونه کړ.

هغه په خپله وينا کې وويل، د امريکا د بنديزونو موخه د ايران اوسنی قدرت نسکورول دي، نه د ذروي مسئلې حل و فصل. هغه وويل، زموږ او امريکا تر منځ اقتصادي او رواني جنګ روان دی.

د ايران د تازه رسمي شمېرنې سره سم، د پروسږ کال څخه راپدېخوا، د ايران او د اروپايي ټولنې په ګډون د عمده سوداګريزو همکارو تر منځ عمومي تجارتي ارزښت په څرګند ډول کم شوی دی. د دې ترڅنګ، د اسعارو په بازار کې د ايران پيسو د تبادلې ارزښت هم په مسلسل ډول ټيټ شوی و. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای