د چين د ماليې وزير ليو کون د مارچ په ۷مه نېټه په بېجينګ کې وويل، سږ کال د چين د مالي کسر ترتيب فعال او مساعد دی.
د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس دوهمې عمومي غونډې ته د حکومت په وړاندې شوي کاري راپور کې راغلي، په ۲۰۱۹م کال کې ښايي د مالي کسر انډول ٪۲.۸ ته ورسېږي چې دغه رقم به د تېر کال په پرتله صفر اعشاريه دوه سلنه لوړ وي. وزير ليو کون د يادې غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل، په تېرو څو کلونو کې د چين د مالي کسر اندازه د پر له پسې زياتوالي په حال کې وه. سږنی شمېر به د تېر کال په پرتله ۳۸۰ مليارډه ژن مين بي يوانه زيات وي، خو د چين د مالي کسر انډول تل تر درې سلنې لاندې دی چې له روانې نړيوالې کرښې څخه نه تېرېږي، او په نړۍ کې د نورو عمده نړيوالو ځواکونو په پرتله لوړ نه دی. نوموړي وويل، د چين د مالي کسر د ترتيبولو په بهير کې د مالي لګښتونو او عايداتو او ځانګړو پورپاڼو په شمول عوامل شامل دي او په راتلونکې کې د عمومي کنترول لپاره د تګلارو فضا هم شتون لري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |