CRI Online

ډونالډ ټرمپ: دا به ډېر مايوس کوونکی حالت وي چې د کوريا په ډيموکراتيک ولسي جمهوريت کې د راکټونو د توغولو اډه بياورغول شي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-07 15:56:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۶مه نېټه وويل، که دا رښتيا ده چې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د راکټونو د توغولو د اډې په بيارغولو بوخت دی، هغه به ډېر مايوس شي.

نوموړي په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې خبري رسنيو ته وويل، د ډيموکراتيکې کوريا لخوا د راکټونو د توغولو د اډې د بيا رغولو په اړه خبر يوازې د امريکايي رسنيو ابتدائي خبر دی او تر اوسه نه دی اثبات شوی. امريکا به په مداومه توګه دغې پېښې ته پاملرنه وکړي. هغه زياته کړه چې اوسمهال د امريکا او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ اړيکې ښې دي، نو نوموړي باور وښود چې په آخر کې به د کوريا ټاپووزمې ذروي مسئله حل شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای