د ښځو د نړيوالې ورځې د لمانځنې ميلمستيا د مارچ په ۷مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو لوي تالار کې تر سره شوه.
د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيالې او د چين د ښځو ټولنې مشرې شن يوی يوی چيني او بهرنيو ښځو ته د ښځو ورځې مبارکي وويله. هغې وويل، په ۲۰۱۸ کال کې د چين ښځينه چارو نوی پرمختګ موندلی دی. ډېرو ښځو په فعاله توګه په نوي عصر کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په چارو کې ګډون کړی او په اصلاحاتو، بېلابېلو وظيفو، د بېوزليتوب د له منځه وړلو، د کليو د بيا سمسورتيا او د ټولنيزو خدمتونو په لومړۍ ليکه کې يې نوي برياليتوبونه رامنځته کړي دي.
په همدې ورځ د ملي ولسي کانګرس د ښځينه استازو، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د ښځينه غړو، د سور بيرغ اخيستونکو او په بېجينګ کې د ښځينه پوهانو په شمول د بېلا بېلو ډګرونو ښځينه استازو او په دې هېواد کې د بهرنيو سفيرانو، د سفيرانو مېرمنو، ښځينه ديپلوماتانو، د نړيوالو سازمانونو استازو، بهرنيو ښځينه کارپوهانو او د کارپوهانو مېرمنو په شمول څه باندې زر کسانو په ياده مېلمستيا کې ګډون کړی و او د دغې ورځې په وياړ هنري ننداره يې وکتله.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |