CRI Online

د چين مشرانو په جلا جلا توګه د چين د۱۳م ملي ولسي کانګرس د دوهمې کلنۍ غونډې د ځينو پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 11:04:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او صدراعظم لي که چيانګ،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر لي جان شو،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د ملي ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس وانګ يانګ،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سکتريت منشي وانګ هو نينګ،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د انظباطي کميسيون منشي جاو له جي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د صدرعظم مرستيال هان جنګ د مارچ په اوومه نېټه په جلا جلا توګه د ۱۳ م ملي ولسي کانګرس د دوهمې کلنۍ غونډې د ځينو پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ.

رئيس شي جين پينګ د ګان سو ولايت د پلاوي په بحثونو کې هيله وښودله چې د دې ولايت کادران په نوې زمانه کې د چين خصوصيت لرونکي سوسياليستي افکار او د چين د کمونېست ګوند د ۱۹ م ملي کانګرس روحيه پلې کړي،په ثابته فضا کې د پرمختګ موندلو پر عمومي اصولو او د نوي پرمختګ پر مفکورې ټينګار وکړي،په ثابت ډول د پرمختګ موندلو،د اصلاحاتو د پرمخبيولو، د اقتصادي جوړښت د تنظيمولو،د خلکو د ژوند د ښه والي، د اړوندو ننګونو د مخنيوي او د ثبات د ساتلو لپاره بېلا بېل کارونه تر سره کړي،د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتيا،د اقتصادي پرمختګ د نوي خوځنده ځواک د راپارولو،د چاپيريال ساتنې او د ټولنيزو چارو د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي تر څو د خلکو د شتمنېدو او د هېواد د سمسورتيا نوې بڼه وښودل شي.رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې سره وويل چې په ۲۰۲۰ کال کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره د موخې پوره کولو ته يوازې دوه کاله پاتي دي،نو مونږ بايد د دې موخې د تر سره کولو لپاره ډېرې هڅې وکړو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای