CRI Online

د چين استازي د پرمختيايي هېوادونو په استازيتوب د بشري حقونو له شورا څخه د څو اړخيز ډيالوګ او همکارۍ غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 11:29:35

د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې په ژنيو کې د م م په دفتر کې د چين دايمي استازي او په سويس کې د نورو نړيوالو سازمانونو استازي يو جيان هواد مارچ په اوومه نېټه د م م د بشري حقونو د شورا په ۴۰مه غونډه کې د شاوخوا پنځوسو پرمختيايي هېوادونو په استازيتوب يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.

يو جيان هوا په خپلو خبرو کې په اشارې سره وويل چې په ټوله نړۍ کې يو اړخيز کيدنه، د خپلې سوداګرۍ ساتوونکي او پاوپيوليزم د زياتېدو په حال کې ده. اوسنۍ نړۍ د پخوا په شان څو اړخيزو کېدو ته او د انسانانو پر وړاندې د موجودو ستونزو د لېرې کولو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري. پرمختيايي هېوادونه غواړي چې له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای پر څو اړخيزم ، همکارۍ او ډيالوګ ټينګار وکړي.

هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې پرمختيايي هېوادونه هيله لري چې د م م د بشري حقونو لوړ پوړي کميشنران او اړوند دفتر د م م د منشور موخه او اصول مراعات کړي، د بېلا بېلو هېوادونو حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته دې درناوی وکړي او په عادلانه او عيني توګه دې خپل کارونه تر سره کړي او په کارونو کې د دوی له خوا د دوه ګوني معيارونو له غوره کولو سره دې مخالفت کوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای