CRI Online

شي جين پينګ: که په چين کې بې وزليتوب په پوره توګه له منځه يووړل نه شي، خو زموږ کوښښونه به دوام ولري

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 11:30:43

ګان سو ولايت په چين کې يو بېلګيز بې وزله ولايت دی. په دې ځای کې د بې وزليو وګړيو شمېر زيات دی، طبيعي شرايط يې سخت دي او د بې وزليتوب د له منځه وړلو په برخه کې يې ستونزې لويې دي. شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه له ټاکل کېدو نه وروسته د لومړي پسرلني جشن له رارسېدو مخکې په ځانګړې توګه د ګان سو ولايت په غرنيو کليو کې له بې وزليو بزګرانو څخه د حال احوال پوښتنه وکړه. شي جين پينګ د مارچ د اوومې نېټې په ماسپښين د چين د ملي ولسي کانګرس د ګان سو ولايت د هئيت په ناسته کې ګډون وکړ او د بې وزليتوب له منځه وړل د چين د عالي مشر په توګه د ده او د دغه هئيت د استازو ترمنځ د بحث مطلب و.

له ۲۰۱۶م کال څخه تر اوسه پورې، په دغه ولايت کې د بې وزليو وګړيو شمېر له ۲ ملیونو ۵ لکو او ۶۰ زرو څخه يو مليون ته کم شوی دی او د بې وزليو وګړيو په هر سر منځني عايدات ۵۳۹۰ يوانو ته رسېدلي دي.

شي جين پينګ په دغه ناسته کې وويل، ياد کارونه په ښه توګه تر سره شوي دي. د بې وزليتوب د له منځه وړلو موخه او دنده دا ده چې تر ۲۰۲۰م کال پورې بې وزليتوب په پوره توګه له منځه يووړل شي. اوسمهال ډېر کليدي وخت دی او د يادې موخې د تر سره کولو تر نهايي وخت پورې يوازې دوه کاله پاتې دي. موږ بايد په پر له پسې توګه ښه کار وکړو او بايد له بې وزليتوب سره د مقابله کولو او د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړو.

شي جين پينګ د بې وزليتوب د له منځه وړلو په برخه کې له ګان سو ولايت څخه پنځه فقيره ييزه غوښتنه وکړه: پر باور دې ټينګار وشي، پر موخې دې ټينګار وشي، اداري قوت دې قوي شي، مسؤليت دې په جدي توګه تر سره شي او د کار سبک دې ښه شي.

د شي جين پينګ په اند، د بې وزليتوب د له منځه وړلو معيارونه داسې دي: بې وزله وګړي بايد د خوراکونو او جامو په برخو کې ستونزې و نه لري او بايد د اجباري ښوونې، بنسټيزو طبي بيمو او د استوګنې د ضمانت په چوکاټ کې شامل شي. هغه خبرداری ورکړ چې د بې وزليتوب د له منځه وړلو کارونه بايد د رښتيايي حالاتو له مخې تر سره شي او بايد مساعد معيار وټاکل شي چې ډېر لوړ او ټيټ بايد نه وي.

شي جين پينګ د ګان سو ولايت استازو ته وويل، چې د بې وزليتوب د له منځه وړلو د کارونو لپاره بايد په سمه لاره ګام پورته کړو او کاري پايلې بايد د تاريخ له ازموينې څخه ووځي. هغه دې ته اشاره وکړه چې موږ بايد د بې وزليتوب د له منځه وړلو په کليدي وخت کې مؤثر تدبيرونه ونيسو او بايد د دروغي او ناراست عمل د مخنيوي په هکله له تاريخ څخه تجربې واخلو.

د ګان سو ولايت استازي تانګ شياو مينګ په دغه ناسته کې وويل چې د عمومي منشي شي جين پينګ د وينا له اوريدو نه وروسته باور مو ټينګ شوی دی. د ګان سو ولايت د نورو ښارونو په پرتله په دينګ شي ښار کې د بې وزليو وګړيو شمېر ډېر زيات دی او د بې وزليتوب د له منځه وړلو په اړه دنده يې ډېره سخته ده. شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال د پسرلني جشن د رارسېدو په وخت کې د دينګ شي ښار په کلیوالو سيمو کې له بې وزليو وګړيو څخه د حال احوال پوښتنه وکړه. د چين کمونېست ګوند د دينګ شي ښاري کمېټې منشي تانګ شياو مينګ په ياده ناسته کې شي جين پينګ ته وويل، په تېرو شپږو کلونو کې په دغه ښار کې د بې وزليو وګړيو شمېر کابو شپږ لکه کم شوی دی. په يوان ګوو دوي کلي کې چې د ۲۰۱۳م کال د پسرلني جشن مخکې شي جين پينګ له دغه کلي څخه ليدنه کړې وه، بې وزليتوب په پوره توګه له منځه وړل شوی دی.

شي جين پينګ وويل، موږ بايد د بې وزليتوب د له منځه وړلو په کارونو کې د خلکو د پاملرنې وړ مسئلو ته په ډېره درنه سترګه وګورو او بايد د ستونزو د ليرې کولو او د کاري کيفيت د لوړتيا لپاره هڅې وکړو. استازي تانک شیاو مينګ په دې اړه وويل، له يوې خوا، عمومي منشي شي جين پينګ په خپلو خبرو کې اړوندو چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د بې وزليتوب د له منځه وړلو په بهير کې بايد د ځېنو تېروتنو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي. له بلې خوا، د نوموړي له خبرو څخه څرګندېږي چې د چين کمونېست ګوند د بې وزليتوب د له منځه وړلو په کارونو کې د دروغي عمل د مخنيوي لپاره ټينګ هوډ لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای