CRI Online

چين غواړي چې د همغږۍ، همکارۍ او ثبات پر بنسټ له امريکا سره اړيکې پرمخبوزي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 11:31:52

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په اتمه نېټه د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل چې سږ کال د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی او زمونږ د دواړو خواوو لپاره د پخوانيو تجربو د راغونډولو او د راتلونکي پلان د جوړولو لپاره يو مهم کال دی.راتلونکې لاره هم څرګنده ده يعنې دواړه خواوې به په ګډه د همغږۍ، همکارۍ او ثبات پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پرمخبوزي چې دا د چين او امريکا د مشرانو له خوا تر لاسه شوي ګډې نظريې دي او بايد د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو د ګډو هڅو لوری هم وي

نوموړي زياته کړه چې له څلوېښتو کلونو راهيسې که څه هم د چين او امريکا ترمنځ اړيکې له ډېرو ننګونو سره مخ شوي،خو تاريخي پرمختګونه يې هم موندلي دي.د دې ترڅنګ اوس له نوې ننګونې سره مخ دي. له پخوانيو تجربو څخه ښکاري چې که دواړه خواوې يو له بل سره همکارۍ وکړي، نو ګټې به ترې واخيستل شي،که يو له بل سره مقابله  وکړي، نو دواړو خواوو ته به زيانونه ورسيږي. که څه هم په نړيوالو حالاتو او دوه اړخيزو اړيکو کې ستر بدلونونه راغلي دي، خو مونږ بايد لاهم پر دغو تجربو ټينګار وکړو. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای