CRI Online

وانګ يي: د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د نړيوالو همکاريو دوهم سرمشريز فورم به سږ کال په چين کې د بهرنيو چارو ډېر مهم فعاليت وي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 11:32:29

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په اتمه نېټه د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې عمومي غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل، د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د نړيوالو همکاريو دوهم سرمشريز فورم به په اپريل کې په بېجينګ کې تر سره شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې برخه واخلي، مهمه وينا به وکړي او د مشرانو د ګرد ميز غونډې مشري به وکړي. دا به سږ کال په چين کې د بهرنيو چارو ډېر مهم فعاليت وي.

وانګ يي په ياده ناسته کې وويل، دغه فورم به لويه پيمانه ولري. تر اوسه پورې په دغه فورم کې د نورو هېوادونو د ثبت شويو رهبرانو شمېر د لومړي فورم په پرتله زيات شوی دی. د کابو سلو هېوادونو د بېلا بېلو خواوو زرګونه استازي به په دغه فورم کې برخه واخلي. دغه راز، په دغه فورم کې به د لومړي ځل لپاره د متصديانو غونډه تر سره شي، تر څو د صنعتي او سوداګريزو چارو د بېلا بېلو خواوو د نښلولو او همکارۍ کولو لپاره يوه صحنه جوړه شي.

وانګ يي وويل، د ياد فورم عمده موخه دا ده چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې ښه کيفيت لرونکې همکارۍ او پرمختګ پياوړی شي. چين به د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډ اشتراک پر اصولو ټينګار وکړي او له بېلا بېلو هېوادونو سره به خپلې پرمختيايي ستراتيژۍ ونښلوي او ګڼ شمېر مهمې همکاريزې پروژۍ به تر سره کړي، تر څو له مختلفو هېوادونو سره لا نژدې دوستۍ او اړيکې ټينګې کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای