CRI Online

که امريکا د ايران په ذروي تړون کې بيا ګډون وکړي،ايران به ور سره ډيالوګ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 11:38:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران ولسمشر حسن روحاني د مارچ په اوومه نېټه وويل ، که امريکا د ايران په ذروي تړون کې بيا ګډون وکړي، ايران به ور سره ډيالوګ وکړي.

د ايران د تسنيم خبري اژانس د خبر له مخې روحاني په همدې ورځ د ايران په شمالي ښار رشت کې وينا وکړه او ويې ويل چې پخوا ايران څو څو ځله له امريکا سره ډيالوګ رد کړی، ځکه چې فرصت او شرايط يې مناسب نه وو. که امريکا د ايران په ذروي تړون کې بيا ګډون وکړي، ايران به ور سره ډيالوګ وکړي.

د ۲۰۱۵ کال په جولای کې د ايران او د دې هېواد د ذروي مسئلې په تړاو له شپږو هېوادونو يعنې امريکا، بريټانيا، فرانسې، روسيې ، چين او المان سره د دې مسئلې په هکله هر اړخيز تړون لاسليک کړ. د دې تړون له مخې ايران ژمنه کړې چې خپل ذروي پلان به محدود کړي او نړيواله ټولنه به پر ايران باندې بنديزونه لغوه کړي. د ۲۰۱۸ کال په مۍ کې امريکا له دې تړون څخه د وتلو اعلان وکړ او پر ايران باندې يې بنديزونه پيل کړل او د دې ترڅنګ دوی د دغو بنديزونو د بيا پيل لپاره پر اروپايي ملګرو هېوادونو هم فشارونه واچول. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای