د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ څانګې قوماندان جوسف وټيل د مارچ په اوومه نېټه په واشينګټن کې وويل چې له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو مشخص وخت لا نه دی ټاکل شوی.
نوموړي وويل چې امريکايي ځواکونو په پوره توګه د داعش ډلې ته ماتې ور کړې، او پاتی عناصر يې لاهم غواړي چې د دې ډلې د بيا راتګ ته لار هواره کړي.هغه زياته کړه چې د داعش ډلې ته ماتې ورکول له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو عوامل دي. د مشخص وخت د ټاکلو په برخه کې هغوی له بهرنيو فشارونو سره مخ نه دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |