CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کوريا جمهوريت او امريکا ترمنځ له پوځي تمرينونو سره مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 11:49:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي نيوز اژانس د مارچ په اوومه نېټه خبر ور کړ چې د اتحاد په نوم د کوريا جمهوريت او امريکا ترمنځ وروستي پوځي تمرينونه د کوريايي ټاپووزمې د سولې له فضا سره سمون نه لري او د ديموکراتيکې کوريا او امريکا ترمنځ له ګډې اعلاميې او د کوريايي ټاپووزمې د شمالي او جنوبي خواوو ترمنځ د ګډې اعلاميې له روحيې څخه سرغړونه ده.

د خبر له مخې ياد پوځي تمرينونه چې د مارچ په څلورمه نېټه پيل شوي ، تر دوولسمې نيټې پورې به دوام ولري او موخه يې د کمپيوټري ازمويښتي پلان د غوره کولو له لارې د جنګي اجرائيوي توان پياوړتيا ښودل شوې ده.

په خبر کې راغلي چې د کوريا جمهوريت او امريکا ياده کړنه د دښمنانه اړيکو او پوځي ترينګلتيا د لېرې کولو په موخه د ديموکراتيکې کوريا او امريکا ترمنځ له ګډې اعلاميې او د کوريايي ټاپووزمې د شمالي او جنوبي خواوو ترمنځ د ګډې اعلاميې له روحيې څخه سرغړونه ده او هم په کوريايي ټاپووزمې کې د خلکو او نړيوالې ټولنې پر وړاندې ننګونه ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای