CRI Online

وانګ یي: چین زورواکي نه غواړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 15:53:15
وانګ یي: چین زورواکي نه غواړي

د چین د دولتي شورا غړي او خارجه وزیر وانګ یي نن په بیجینګ کې وویل چې د چین په دودونو کې مجبوریت نه شته او زورواکي زموږ انتخاب نه دی. چین خپله حقونه ساتي خو زورواکي نه غواړي.

وانګ یي په یوه خبري ناسته کې وویل چې د چین دایمي امید، باور او هدف د بیلابیلو تمدنونو درناوی کول، له بیلابیلو هیوادونو سره مساوات کول او له نړیوالې ټولنې سره د ګډو ګټو پر اساس همکاري کول دي. د نورو هیوادونو په شان چین خپل قانوني حقوق لري او ملي حاکمیت او آبرو ته هیڅ زیان هم نه مني. د چین دېپلوماتان چې په کوم ځای کې دي، په ټینګه سره به د چین دریځ څرګندوی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای