CRI Online

وانګ يي: چين او هند يو د بل همکاريز ملګري دي او ښه فرصتونه لري، دواړه هېوادونه بايد د اسيا د سمسورتيا لپاره ګډ خدمتونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 15:53:55

د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګس د دوهمې عمومي غونډې خبري ناسته د مارچ په اتمه نېټه د بېجينګ د مطبوعاتو په مرکز کې تر سره شوه. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چين او هند ترمنځ د اړيکو په اړه د هند د پريس ترسټ اژانس خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، ۲۰۱۸م کال د چين او هند د اړيکو په تاريخ کې ډېر اهميت لري. رئيس شي جين پينګ او صدراعظم ناريندرا مودي په وو هان ښار کې تاريخي کتنه وکړه چې له مخې يې د چين او هند ترمنځ د عالي رتبه تګ راتګ نوی موډل پرانيستل شو او د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ متقابل باور او دوستي هم ټينګه شوه. په دې مناسبت د چين او هند ترمنځ د اړيکو د پرمختګ عمومي لوری وټاکل شو. دغه لوری دا دی: چين او هند چې دوه مليارډه او اووه سوه مليونه نفوس لري، د دوو لويو لرغونو مدني هېوادونو، پرمختيايي هېوادونو او تازه سمسور شوو اقتصادي ځواکونو په توګه، بايد د خپلو هيلو د تر سره کولو په بهير کې يو د بل ملګري او د اقتصاد د پرمختګ په برخه کې يو د بل مهم فرصتونه وګرځي، تر څو د اسيا د سمسورتيا لپاره ګډ خدمتونه وکړي. ( غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای