د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په اتمه نېټه په بېجينګ کې پر دې ټينګار وکړ چې اوس موږ د نړيوال کېدو په زمانه کې يوو، بېلا بېل هېوادونه ګډو فکرونو ته ډېره اړتيا لري او بايد له ننګونو سره د مقابلې لپاره په ګډه کوښښونه وکړي. چين له څواړخيز نظام څخه ټينګ ملاتړ کوي.
وانګ يي په همدې ورځ د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې کلنۍ غونډې به يوه خبري ناسته کې وويل، په دې وروستيو کلونو کې يواړخيز ساتونکی نظام پياوړی شوی او زياتو هېوادونو ور سره مخالفت او احتجاج کړی. چين به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو پر دريځ ټينګار وکړي، په دوامداره توګه به د زياترو هېوادونو له ګډو ګټو څخه ملاتړ وکړي، د م م په مرکزيت د نړيوال سيسټم او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د نړيوال نظام کلکه ساتنه به وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |