CRI Online

وانګ يي: هند او پاکستان بايد سړه سينه وساتي او د خبرو اترو له لارې دې اړونده مسئله حل کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 16:11:12
وانګ يي: هند او پاکستان بايد سړه سينه وساتي او د خبرو اترو له لارې دې اړونده مسئله حل کړي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې په يوه خبري ناسته د مارچ په اتمه نېټه د مطبوعاتو په مرکز کې ترسره شوه. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د پاکستان او هند د اوضاعو په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان او هند ترمنځ تاوتريخوالی د نړۍ د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی. چين هر وخت پر دې ټينګار کړی چې دواړه خواوې بايد سړه سينه وساتي ، د اوضاعو د سختېدو مخنيوی دې وکړي او د خبرو اترو له لارې دې اړونده مسئله حل کړي.

وانګ يي وويل، پاکستان او هند دايمي ګاونډيان دي. موږ هيله لرو چې دواړه خواوې د هوساينې په فضا کې ګډ ژوند وکړي او يو له بل سره مرستې وکړي، ډېر ژر ياد تاوتريخوالي ته د پای ټکی کيږدي او د خپلمنځي اړيکو د ښه والي لپاره بنسټيزه او دايمي لاره پيدا کړي.

وانګ يي پر دې ټينګار وکړ، چين د پاکستان او هند ترمنځ خبرې اترې هڅولي او د ترينګلي وضعيت د ارامولو لپاره يې رغنده رول لوبولی دی. په دې وروستيو ورځو کې پاکستان او هند د وضعيت د سختېدو د مخنيوي او د خبرو اترو له لارې د اړوندو مسئلو د حل کېدو په اړه فعاله هيله څرګنده کړې ده او چين د دې هر کلی کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای