CRI Online

وانګ يي: د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د ګډو مشورو او د بېلا بېلو چارو د ګډې ابادۍ او د اړوندو معلوماتو د شريکولو پر اصولو باندې ټينګار شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 16:15:54

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په اتمه نيټه په بېجينګ کې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د ګډو مشورو او د بېلا بېلو چارو د ګډې ابادۍ او د اړوندو معلوماتو د شريکولو پر اصولو ټينګار شوی او اړوندو خواوو ته ډېر همکاريز فرصتونه برابر شوي دي.

نوموړي د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې په يوه خبري ناسته کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځوابونو کې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د وړاندې کېدو له شپږو کلونو راهيسې اړوندو چارو په اوسنۍ نړۍ کې تر ټولو لوی همکاريز ډګر جوړ کړی او د هر کلي وړ ګرځېدلی دی. تر اوسه پورې ۱۲۳هېوادونو او ۲۹ نړيوالو سازمانونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې همکاريز سندونه لاسليک کړي او له دې چارو څخه يې ملاتړ څرګند کړی دی. له حقيقت څخه ښکاري چې يو کمربند او يوه لار د پورونو لومه نه ده بلکې خلکو ته ګټې رسوي.دغه لار سيمه ييزه سياسي وسيله نه ده بلکې ګډ پرمختيايي فرصت دی.په دې چارو کې د برخه اخيستلو له امله د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو پرمختيايي بهير چټک شوی او د اړوندو هېوادونو د خلکو ژوند ښه شوی او د ګډو ګټو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره ښه راتلونکی هم برابر شوی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای