CRI Online

وانګ يي: که امريکا له چين سره اړيکې پرې کړي، نو دا معنی لري چې امريکا پرمختيايي فرصت له لاسه ور کوي او راتلونکی پرمختګ ځنډوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 16:21:44

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په اتمه نېټه د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل، ځيني پوه کسان غواړي چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې قطع کړي چې دا له واقعيت سره سمون نه لري.که امريکا له چين سره اړيکې پرې کړي، نو دغه معنی لري چې دوی به خپل پرمختيايي فرصت له لاسه ورکوي او راتلونکی پرمختګ ځنډوي چې په پايله کې به له نړۍ سره اړيکې قطع کړي.

نوموړي زياته کړه چې د چين او امريکا ترمنځ په اړيکو کې همکارۍ او اصطکاک موجود دی، خو همکاريز فرصتونه د اختلافونو په پرتله زيات دي. هغه وويل چې د چين او امريکا ګټې سره يو ځای شوې دي. تېر کال له امريکا سره د چين دوه اړخيز سوداګريز ارزښت له ۶۳۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه واوښت او د متقابلې پانګونې اندازه يې له ۲۴۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه زياته شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلونکو او راتلونکو کسانو شمېر څه باندې پنځه مليونو ته رسيدلی دی. نژدې ټولو امريکايي شرکتونو په چين کې پانګه اچولې او نژدې ټولو ايالتونو له چين سره همکارۍ کړې دي. نو دوه اړخيزې همکارۍ د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو عمده تمايل دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای