CRI Online

شي جين پينګ د چين ټولو ښځو ته د ښځو د نړيوالې ورځې مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 20:53:52

د مارچ ۸ مه نېټه د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ د دغه هېواد د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې پر مهال د هه نان ولايت له پلاوي سره د بحث په ترڅ کې د چين د دوو مجلسونو د کلنيو غونډو د ښځينه استازو او د ښځينه کارکوونکو او په چين کې ټولو ښځو ته د دغې ورځې مبارکي وويله.

شي جين پينګ څو ځله په تکرار وويل چې په اوسني چين کې به ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي تر څو خپل راتلونکی خوب رښتيا کړي.

په تېرو څو کلونو کې، زياتې چيني ښځې سياسي ډګر ته راغلې دي. ښځي د چين د ديارلسمې دورې په ملي ولسي کانګرس کې نږدې ۲۵ سلنه برخه جوړوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای