CRI Online

د چين ډيپلوماتيکه مفکوره : نړۍ د ټولوګډ کور دی او ټول هېوادونه دې د نړيوال پرمختګ لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 21:01:58

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په اتمه نېټه د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې د خبري ناستې پر مهال د ۲۱ خبري رسنيو د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. د دغو خبريالانو په پوښتنو کې د اوسنۍ نړۍ زيات تاوده موضوعات شامل وو او وزير وانګ يي په ځوابونو کې د راتلونکې نړيوالې ودې په اړه د چين ژور فکرونه څرګند کړل او د چين هغه ډيپلوماټيکه مفکوره يې وښوده، چې نړۍ د ټولو ګډ کور دی او ټول هېوادونه بايد د نړيوال پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

چينايانو په تېرو اوياوو کلونو کې د پيچلي نړيوال وضعيت سره سره د چین د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د هېواد د پرمختګ لپاره ډېر زيارونه ګاللي او پرمختګونه يې کړي دي. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې په تېرو څلوېښتو کلونو کې نږدې ۷۰۰ مليونه چينايان له بې وزلۍ څخه وتلي او دغه هيواد د نړۍ دوهم لوی اقتصادي ځواک ګرځېدلی دی. ډېرو پرمختيايي هېوادونو د چین پرمختيايي لارې چارې پېژندلي او زده کړې يې ورڅخه کړې دي.

تراوسه پورې ۱۲۳ هېوادونو او ۲۹ نړيوالو سازمانونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د همکارۍ تړونونه لاسليک کړي، چې په دې جمله کې ځينو هېوادونو د دغو همکاريزو تړنونو په مټ د خپلو بنسټېرو تاسيساتو د جوړولو او د توليد چارو په برخو کې ډېر پرمختګ موندلی دی. په کينيا کې د ممباسا ـ نايروبي رېل پټلۍ د پرانيستلو له امله چې د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې يوه ارزښتناکه پروژه بلل کيږي، د دغه هېواد په جي ډي پي کې ٪1.5 زياتوالی راغلی دی. د G7 ډلې غړي ايټاليا هيواد هم د يوه کمربند او يوې لارې کې د ګډون اراده ښودلې ده، دغه راز د روان کال د اپريل په دوهمه نيمايي کې به زيات بهرني مشران او چارواکي چين ته راشي او د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ په سرمشريز فورم کې به ګډون وکړي. د وزير وانګ يي په اند، له دې څخه څرګنديږي چې يو کمربند او يوه لار د نړۍ لپاره د ګډې ودې فرصت دی.

د افسوس وړ خبره دا ده چې ځيني کسان د چين د سوله ييزې پرمختيايي لارې مخنيوی غواړي، وزير وانګ يي پدې هکله وويل، که څوک له چين سره اړيکې پرې کوي، نو دا معنا لري چې هغه د پرمختيا مخه نيسي او خپل راتلونکي فرصتونه له لاسه ورکوي. چين په ټينګه سره خپل حقونه ساتي او زورواکي نه غواړي.

په حقيقت کې نړيوالې ټولنې د چين سوله ييزه وده پېژندلې ده. څه وخت وړاندې د جرمني په مونيخ کې د امنيت په غونډه کې ډېرو اروپايي او امريکايي سياسي مبصرو نظر وښود چې اروپا ته له چين سره د ګډې همکارۍ پياوړتيا ډېره مهمه ده. د جرمني صدراعظمې انګېلا ميرکل هم وويل، چې که له چين سره دوستانه اړيکې ونه لري، جرمني به په نړۍ کې خپل مخکښ مقام ونه شي ساتلی.

چين په پخوانۍ زمانه کې د کاغذ جوړولو، چاپي تخنيک،قطب نامې او باروتو په ګډون څلور مهم اختراعات کړي، په نوې زمانه کې يې د نړيوالې سوله ييزې ودې لپاره نوي وړانديزونه کړي دي او په راتلونکي کې به د نړيوالې سولې او د انسانانو پرمختګ لپاره هم زيات خدمتونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای