د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د ملي دفاع وزير حلوصي آکار د مارچ په ۸مه نېټه وويل، د ترکيې او روسيې ځواکونو په همدې ورځ د سوريې په ادليب ولايت کې په ګډه ګزمه پيل کړه.
نوموړي د همدې ورځ په سهار د ترکيې له يوې رسنۍ سره د مرکې په ترڅ کې وويل، د ترکيې او روسيې ترمنځ د لاسليک شوي تړون له مخې د روسيې ځواک په همدې ورځ د سوريې او ترکيې په سرحدي سيمه کې پر ګزمه پيل وکړ او د ترکيې ځواک د دغه ولايت په غير پوځي سيمه کې پر ګزمه پيل وکړ. ادليب د ترکيې، روسيې او ايران لخوا ټاکل شوې د شخړو د کمښت سيمه ده، نو په دغه ولايت کې د ګډې ګزمې شروع کېدل د اوربند د تړون او د ځايي حالاتو د ثابتوالي د ساتلو لپاره مهم تدبير دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |