CRI Online

د چين د شينجيانګ د بشري حقوقو د پرمختګ په نوم د عکسونو نندارتون په ژنيو کې تر سره شو او د زياتو هېوادونو ډيپلوماتانو د بشري حقوقو د ساتلو په برخه کې د شينجيانګ شوي کارونه وستايل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-09 16:17:50

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د شينجيانګ د بشري حقوقو د پرمختګ په نوم د عکسونو نندارتون چې په ژنيو کې د چيني پلاوي او د چين د بشري حقوقو د څيړنيزې ټولنې لخوا تر سره شو، د مارچ له ۴مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې د ژنيو د ملتونو په ماڼۍ کې تر سره شو. دغه نندارتون د م م د بشري حقوقو د شورا د ۴۰مې غونډې د تر سره کېدو په درشل کې تر سره شو، نو په ژنيو کې د ګڼ شمېر هېوادونو استازو او ډيپلوماتانو له دغه نندراتون څخه کتنې وکړې او په شينجيانګ کې يې د بشري حقوقو د ساتلو په اړه د چين کارونه وستايل.

په ژنيو کې د روسيې د دايمي استازي مرستيال نيکيتا جوکوف چې د چين د بهرنيو چارو وزارت په بلنه له ياد نندراتون څخه ليدنه کړې ده، وويل، ډېر خوشحاله يم چې په ژنيو کې د شينجيانګ په اړه اشنا منظرې ګورم او د شيجيانګ چټک پرمختګ زما لپاره ژورې خاطرې پاتې دي. زه له داسې عکسونو څخه احساسوم چې شينجيانګ ستر پرمختګ موندلی دی، په تېره بيا د اقتصاد او ټولنې په برخو کې. بشري حقوق د اقتصادي، ټولنيزو او کولتوري حقوقو او د اتباعو د سياسي حقوقو په شان ډېر اهميت لري، خو اقتصادي، ټولنيز او کولتوري حقوق لا اساسي او کليدي اهميت لري.

په دغه نندراتون کې د شينجيانګ د مسلکي او تعليمي روزنې د مرکز په اړه عکسونه هم نندارې ته وړاندې شوي دي. له دغو عکسونو څخه په دغه مرکز کې د زده کوونکو د زده کړې او ژوند حالات څرګندېږي. ځينې بهرنۍ خبري رسنۍ تور ته سپين وايي او سپين ته تور وايي او د بد نيت په موخه دغه مرکز زندان بولي. په ژنيو کې د ونزويلا دايمي استازي جورګي واليرو وويل، چې هغه په تېره مياشت کې له دغه مرکز څخه ليدنه وکړه او له زده کوونکو او د دوی له کورنيو سره يې خبرې وکړې. هغه وويل، چې ځينۍ خبري رسنۍ دروغ وايي او په دغه مرکز کې زده کوونکو ويلي چې دوی په دې مرکز کې د ژوند د ښه والي لپاره د مسلکونو زده کړه کولای شي.

په دغه مرکز کې زده کوونکي پر ملي ژبو او قوانينو سر بېره، د موټر د ترميمولو، د ويښتانو د جوړولو او سينګار، د اولادو د پاملرنې، د څارويو د روزنې په برخو کې مسلکونه زده کولای شي. په ژنيو کې د بلاروس د دايمي استازي مرستيال واديم پيساريويچ وويل، چې د ده د تجربو له مخې، د ژوند د مسلکونو د زده کولو له لارې د جرمونو مخه نيولای شي.

په ژنيو کې د م م په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي يو جيان هوا وويل، د دغه نندارتون د تر سره کولو موخه دا ده چې د نړيوالې ټولنې پر مخ رښتينی، ښکلی او مثبت شينجيانګ څرګندېږي او له دې څخه ښکارېږي چې په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو خلک په خوشحالۍ او نيکمرغۍ سره ښه ژوند کوي. رښتيا به دروغو ته ماتې ورکړي او عکسونه ډېر ښه شواهد دي. (غوټۍ)

د بېلا بېلو هېوادونو استازي له دغه نندارتون څخه د ليدنې په حال کې دي

د بېلا بېلو هېوادونو استازي په شينجيانګ کې د بشري حقوقو د کارونو په اړه د کتابونو د اخيستلو پر مهال

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای